ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه.

د دغې جرګې منشي اسدالله شهباز نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه بودیجه د ناانډولۍ له کبله د پارلمان له لوري رد کړل شوه.

نوموړي وویل، چې د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون چې د ١٤٠٠ هجري لمریز کال بودیجه یې ارزولې وه، خپل رپوټ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

نوموړي غه بودیجه ناانډوله وبلله او وویل، چې ددغې بودیجې په برابرولو کې د هېواد یو شمېر بېوزله سیمو ته پام نه دی شوی، خو یو شمېر هغو سیمو ته چې د بیارغونې ډېرې پروژې په کې عملي شوې، ډېره پاملرنه شوې ده.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ملي بودیجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده.

له دې جملې عادي بودیجه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ ده، چې د ملي بودیجې ۶۵ سلنه جوړوي او همدارنګه پراختیایي بودیجه د ۱۵۶ میلیارده افغانیو په لرلو سره د ملي بودیجې ۳۵ سلنه جوړوي.