ټرانسپورت وزارت: سږکال په شفاف ډول عوايد نه دي راټول شوي

د کابل ښار يوه څنډه

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وایي، چې د اداري فساد له امله سږکال په شفاف ډول عوايد نه دي راټول شوي.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا وزارت هڅه کوي څو د سیستم په الکترونیکي کولو سره له فساد سره کلکه مبارزه وکړي.

دی هېله څرګندوي چې د ټرانسپورتي عوایدو په بانکي کېدو سره به وزارت کې د فساد کچه را ټیټه شي او عواید په شفاف ډول را ټول شي.

د ټرانسپورت وزارت د عوایدو په راټولولو کې د فساد خبره داسې مهال کوي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت ملیونونه افغانۍ زیان کړی.

د افغانستان د ټرانسپورت وزیر قدرت‌الله ذکي هم د ټرانسپورت وضعیت د اندېښنې وړ بللی او تېره ورځ يې د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې دغه وزارت له فسا سره د مبارزې لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې دی.

د ټرانسپورت وزارت مسوولینو تردې مخکې د تېر کال عواید ۱۵۶ میلیونه افغانیو ته رسېږي حال دا چې سږکال دغه عواید ۸۸ میلیونه افغانیو ته راټیټ شوي دي.