د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به د کرونا ضد واکسین پروګرام لا ګړندی کړي.
نوموړي د ډسمبر پر ۲۹ د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د واکسین د وېش پر لړۍ انتقاد کړی وکړ او دا پلان یې وروسته پاتې وباله.
د ولسمشر ټرمپ ادارې پلان درلود چې د روان کال تر پایه ۲۰ میلیونه دوزه واکسین برابر کړي.
د دې ناروغۍ د کنټرول مرکزونو د معلوماتو له مخې یوازي 11.4 میلیونه دوزه واکسین ویشل شوی او 2.1 میلیون وګړو د یاد واکسین لومړی دور اخیستی دی.
جو بایډن ویلي، که دا لړۍ د اوس په څېر روانه وي، د امریکا د خلکو د واکسیناسیون چارې به میاشتې نه، بلکې کلونه وخت ونیسي.
منتخب ولسمشر د روانې میاشتې په سر کې ژمنه کړې وه، چې د خپلې کارې دورې په لومړیو سلو ورځو کې به ۱۰۰ میلیونه دوزه واکسین برابر کړي.