په ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۵ تنه ووژل شول.
د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډیو ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سې شنبه ماښام مهال د شینوارو ولسوالۍ د پنځه ویشتمې ویالې سیمه کې په یوه کور کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه مېلمانه او ۳ نور د همدې کور غړي دي.
د ننګرهار د روغتیایي مسؤلینو په خبره چې د پېښې له ځایه ۳ ټپیان وروړل شوي چې روغتیایي وضعیت یې نازک دی.