د کندهار والي: په دریو ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال - ارشیف

د کندهار چارواکي د دې ولایت په دریو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وروستیو عملیاتو کې دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.

د کندهار والي حیات الله حیات تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې د دغو عملیاتو په اړه وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پنجوايي، ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو په عملیاتو کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو له کبله ۱۸ طالبان وژل شوي او اوه تنه یې ټپیان دي."

ښاغلي حیات وویل، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.

د دغو عملیاتو په اړه د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو تصفویوي عملیاتو په نتیجه کې په دغو ولسواليو کې ډېرې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي او افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.