پاکستان کې محکمې ۲ کسان په بند او نغدي جریمو محکوم کړل

ارشیف

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې دوه تنه په اوږه بند او د میلیونو پاکستانیو روپیو پر جریمې محکوم کړي دي.

د کراچۍ محکمې د غلام رسول رباني او محمد شاکرالله په اړه چې د ترهګرۍ په مالي تمویل تورن شوي، دغه پرېکړه پرون اعلان کړه.

رباني چې د جماعت الدعوه د سازمان مشکوک غړی بلل شوی، په ۲۵ کلونو بند او دوه میلیونه او دوه سوه زره پاکستانیو روپیو چې ۱۳زره ۷۰۰ امریکایي ډالره کېږي، د نغدي جریمې په پرېکولو محکوم شوی دی.

او شاکرالله چې ویل کېږي د هند په نیمه وچه کې د القاعد له څانګې سره تړاو لري، په غیابي توګه په ۲۰ کلونو بند او یو میلیون او سل زره پاکستانیو روپیو چې ۶زره ۸۰۰ امریکایي ډالر کېږي، د نغدي جریمې په پرېکولو محکوم شوی دی.