په کرویشیا کې قوي زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي

په کرویشیا کې د زلزلې د ویجاړیو یو انځور

په کرویشیا کې پرون پرله پسې دوهمه ورځ یوه بله قوي زلزله وشوه.

د راپورونو له مخې دغې زلزلې لږترلږه شپږ تنه وژلي او له شلو زیات یې ټپیان کړي.

دغې زلزلې د پلازمېنې زاګریب په ګډون په یوشمېر ښارونو او ښارګوټو کې ودانۍ نړولي یا یې ورته یې زیان رسولی.

له زلزلې وروسته په ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې ژغورنکي د نړیدلو ودانیو له خاورو خښتو لاندې خلک راباسي.

د اروپا د مدیترانۍ د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت کړی.

د جرمني د جیولوژۍ څېړنیز مرکز وویل، چې د دغې زلزلې مرکز د زاګریب په جنوب ختیځ شاوخوا ۴۶ کیلومترۍ کې لس کیلومتره تر ځمکې لاندې و.

یوه ورځ مخکې تردې بلې زلزلې چې شدت یې د ریښترپه کچه ۵،۲ ثبت شوی، په پیترینیا او سیساک کې ودانیو ته زیان رسولی و.