د فرانسې د مود مشهور طراح پیرکارډین د ۹۸ کلونو په عمر مړ شو.
نوموړي په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې د مود په یوه ترکیب سره چې د راتلونکي ډیزاین او د انقلابي سوداګرۍ پر مفکورې ولاړ یو ترکیب و، د مود او فېشن په نړۍ کې ستر بدلون راوستی و.
د کارډین کورنۍ پرون اعلان وکړ، چې نوموړي پاریس ته نژدې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
کارډین په ۱۹۲۲ کال په ایتالیا کې په یوه ایتالوي الاصله فرانسوی کورنۍ کې زېږېدلی اوپه ماشومتوب کې فرانسې ته تللی و.
کارډین د مد کارپه پاریس کې پیل کړ او لکه د دیورد پلورنځیو په څېر یې له ډېرو پلورنځیو سره کار کاوه خو وروسته یې په ۱۹۵۰ کال کې خپل پلورنځی پرانیست.