د هرات جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو لېست کې شامل شو

د هرات جام منار

د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو کمېټې، ایسېسکو د هرات جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ایسېسکو دا پریکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې جام منار د افغانستان لومړی لرغونی اثر دی چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل شوی دی.

جام منار تر دې مخکې په دوه زره دوهم کال کې یونېسکو د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړی و.