روسیې د نشه يي توکو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه نیولې ده 

روسیه وايي ذ قاچاق مخه یې د امریکا په همکارۍ نیولې

د روسیې د فدرال امنیت اداره وایي، د نشه يي موادو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه یې د امریکا د متحد ایالتونو په همکارۍ نیولې ده.

دا اداره وایي، کوکایین یې له دې شبکې نیولې دي چې ارزښت یې تر دیارلس نیم میلیونه ډالرو زیات دی.

د روسیې د فدرال امنیت د ادارې په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، راغلې دي چې دې شبکې په ټولې اروپا، جنوبي امریکا او روسیې کې د مخدر موادو کاروبار کاوه.