په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ومړ

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د اته څلویښت کلونو په عمر وفات شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګندوي چې دلیلي د زړه د حملې له امله وفات شوی دی.

دغه وزارت د دلیلي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده او ویلي یې دي چې ده د سولې د خبرو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لرله.

دلیلي په غزني کې زیږیدلی او د قطر په پوهنتون کې یې انجنیري لوستې وه.

دی په دیارلس سوه اته نویم کال کې په قطر کې سفیر ټاکل شوی و.