چارواکي: د "ټاپي" پروژې کار په راتلونکي میلادي کال کې پيلېږي

آرشیف

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (ټاپي) نل لیکې پروژې کار به په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پروژې ټولې اداري، تخنیکي او قانوني ستونزې حل شوي او د دې پروژې عملي کار به راتلونکي کال په هرات ولایت کې پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، یو بله پروژه د ګازو د نل لیکې ده، چې د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ۹۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو کار به یې په راتلونکو درې میاشتو کې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، هغه ګاز، چې د دې شبکې له لارې به له شبرغانه مزار شریف ته انتقالېږي د ۵۰ میګا واته برښنا د تولید لپاره به ترې کار واخیستل شي.

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري.

دا پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي.

افغان چارواکي وايي، د دي پروژې په پلي کېدو سره به ډېرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.