هلمند چارواکي: ناوه کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف

د هلمند امنیتي چارواکي په ناوې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد د دې عملیاتو په اړه آزادۍ راډيو ته وویل: "د ناوې ولسوالۍ اړوند ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍کمربندي سیمه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي."

ښاغلی همدرد زیاتوي، چې د عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.