د افغانستان په لوېدیځ کې ملي اردو وايي، چې په فراه ولایت کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ظفر قول اردو له خبرپاڼې سره سم، دا طالبان هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې په اناردره ولسوالي کې د امنیتي خواکونو پر پوستو برید وکړي.
د راپور له مخې، په دې برید کې ۸ تنه نور وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.