"په غزني کې د تښتول شويو ۲۵ کسانو برخلیک په اړه معلومات نه شته"

آرشیف

په غزني ولایت کې د هغو ۲۵ تنو د برخلیک په اړه معلومات نه شته چې پرون د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې وتښتول شول.

د غزني د امنیه قوماندانۍ یوه افسر د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دېرش تنه تښتول شوي خو د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا د برمته شویو کسانو شمېر ۲۶ یا ۲۷ ښيي.

ښاغلي کامراني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو کوم قوماندان دی، د هغه ورور او یو بل کس محلي پولیسو نیولي دي، طالبان یې په مقابل کې له جاغورو چې څوک راځي کښته کوي، ۶ یې تېره ورځ کښته کړي او ۱۹ که ۲۰ یې نن کښته کړي دي."

تښتول شوي کسان د غزني د قره باغ او جاغوري ولسوالیو اوسېدونکي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.