د هانګ کانګ۱۰ فعالان محاکمه کېږي      

د چین بيرغ

د رسنیو د راپورونو له مخې د هانګ کانګ هغه لس ډیموکراسۍ پلوه فعالان چې د روان کال په دوبي کې ټایوان ته د تښتې د هڅې په مهال په سمندر کې نیول شوي و، په چین کې محاکمې ته درول شوي دي.

د چین په جنوبي ښار شینزین کې د محاکمې له بهیره بهرني خبریالان او ډیپلومان منع شوي چې د جریان په اړه ېې زیات معلومات نه شته.

د چین ساحلي ځواک په اګست میاشت کې د هانګ کانګ دولس اوسېدونکي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ واو په یوې ګړندۍ کښتۍ کې یې د تیښتې هڅه کوله، په نښه کړې وو.

دا پېښه وروسته له هغې شوې وه، چې په جون میاشت کې هانګ کانګ هغه امنیتي قانون چې پیکنګ یې ملاتړکړی اوپرډیموکراسۍ پلوو معترضانو سخت ګوزاربلل کېږي، تصویب کړی و.