د سالنګ لویه لاره چې له درې ورځو راهیسې د درنو واورو او طوفانونو له امله د ټرافیکو پرمخ بنده شوې وه، نن غرمه مهال بېرته د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
د سالنګ ولسوال محمد صابراحمدي ازادي راډیو ته د مسافروړونکو موټرو پرمخ د دې لارې پرانستل تایید کړل خو ویې ویل، چې د درنو باروړونکو موټرو پرمخ به دغه لاره تر نامعلوم وخت پورې تړلې وي.