ننګرهار کې سلګونه کسان د رضاکارو ښوونکو په توګه همکاري کوي

آرشیف

په لومړي ځل په ننګرهار کې دوه اونۍ وړاندې د پوهنې ریاست په نوښت د دغه ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونو، علمي او تحصیلي بنسټونو او مدني ټولنو په مټ د پوهنې د تدریس په نوم یو اشر پیل کړ.

دغه ریاست په دې برخه کې له یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونو او مدني ټولنو سره هوکړه لیکونه هم کړي، چې ښوونځیو ته به رضاکار ښوونکي ورپېژني.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه اشر کې تر دې دمه سلګونو لوستو ځوانانو په رضاکارانه ډول د تدریس لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري ازادي راډيو ته وویل، د ښوونکو د کمښت له امله دوی دېته اړ شول، چې د ننګرهار په لوستو ځوانانو په رضاکار ډول د تدریس غږ وکړي.

شینواری وایي، اوس چې په پراخه توګه لوستو ځوانانو په دغه اشر کې برخه اخیستې، نو ډاډه دی چې د په ښوونځيو کې به د ښوونکو د کمښت تشه به ورسره ډکه شي.

هغه زياتوي: "دغه کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې عملاً پیل شوی، په ځانګړې توګه په هغو ولسوالیو کې ګرمسېر دي او همدا اوس په کې ښوونځي فعال دي، تدریس به په کې کېږي او چارې به یې پیلېږي او هغه ولسوالۍ چې سردسېرې دي، د نوي کال په پیلېدو سره به هلته هم دغه کمپاین غځېږي."

د ننګرهار د پوهنې رئیس په خبره، له دې موقع په استفادې چې د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په په خاطر په ننګرهار کې پوهنتونونه رخصت او محصلین اوزګار دي، نو له دې چارې به بریالي ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د پوهنې ډګر دمګړۍ د ۷زره ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

دغه راز شااوخوا درې میاشتې وړاندې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د دغه ولایت د والي په توګه په لومړۍ ورځ له ولسونو سره په یوه لویه غونډه کې زېرى ورکړ، چې ولسمشر ورسره د ننګرهار لپاره د دوه نیم زرو ښوونکو د ګمارنې ژمنه کړې ده.

د والي په خبره، دغه ژمنه یې د نوي لمریز کال لپاره کړې او د پیل کېدو سره سم به د دغو ښوونکو د ګمارنې چاره پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې په ټول ننګرهار کې دمګړۍ ۹۰۲ بابه ښوونځي دي چې په کې ۱۶زره ښوونکي د تدریس په چارو بوخت دي.