د غزني د مستوفیت ۲ کارکوونکي په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شول

ارشیف، د غزني ښار

چارواکي وايي په غزني ښار کې د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي په یوه برید کې وژل شوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار رامنځته شوې.

ښاغلی سیرت زیاتوي: "له بده مرغه نن سهار اته بجې د غزني مستوفیت دوه تنه کارکوونکي د وظیفې په لوري روان چې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په سینما څلورلاري کې وسله‌والو د بې‌غږه توپانچې په واسطه په شهادت رسولي دي، سیمې ته پولیس او د څېړنې ټیم رسېدلی دی، څېړنې دوام لري."

دا په غزني کې د هدفي وژنو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

تر دې درې ورځې وړاندې د غزني په پیرزاده سیمه کې هم د محکمې یو عادي کارکوونکی دندې ته د تلو پر وخت ناڅرګنده وسله‌والو وژلی وو.

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په غزني کې د افغان خبریالانو د ملي اتحادیې مشر رحمت‌الله نېکزاد په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.