دفاع وزارت: هلمند کې د القاعده ۱۱ غړي او ۲ مهم طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د القاعده د ۱۱ غړو او دوو مهمو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.

دې وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د القاعده دغه ۱۱ او د طالبانو دوه مهم غړي وړمه شپه په ناوې ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د القاعده ډلې ټول وژل شوي غړي د ماين خښوونکو په ګډون د طالبانو لپاره د سنایپر او د شپې دوربين کارولو په برخه کې د ښوونې او روزنې مسؤلين و.

دفاع وزارت وایي، د وژل شویو طالبانو یو یې د مسعود احمد په نوم د طالبانو یو قوماندان و او زیاتوي نوموړی چې په حقبین مشهور و، په هلمند کې یې د القاعده په ګډون بهرنیو ترهګرو ته د اسانتیاوو برابرولو د چارو مسؤلیت درلود.

دفاع وزارت دغه‌راز ویلي چې دوه ورځې مخکې هم د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د القاعده ۴ نور غړي د افغان ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. یو شمېر امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې طالبان تر اوسه له القاعده سره اړیکې پالي.

امریکایي چارواکو اټکل کړی چې د القاعده شاوخوا ۶۰۰ غړي به په اوس وخت کې په افغانستان کې فعال وي.