د کابل-لوګر سړک د دوهم لاین د جوړولو دوهم فاز ۹۰ سلنه بشپړ شو

ارشیف، د کابل-لوګر سړک

د کابل-لوګر د سړک د دوهم لاین د جوړولو دوهم فاز په سلو کې نوي بشپړ شوی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

دا خبره د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون په خپله فېس‌بوک پاڼه کې کړې او لیکلي یې دي چې د څه باندې ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د دغه سړک چارې چې ټول لګښت‌یې د ټولګټو وزارت ورکوي، بشپړېدو ته نږدې دی.

د افغانستان د ټولګټو یا فواید عامې وزارت ویلي چې د کابل-لوګر د دوهم لاین سړک به په درېیو پړاونو کې جوړ شي چې د لومړۍ برخې چارې یې چې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د سقاوې له دښتې څخه پیلېږي او د لوګر د محمداغې ولسوالۍ پورې غځېږي، له مخکې بشپړې شوې دي.