ایراني ژغورونکو واورې ښویېدو کې د تري تم شویو د ژغورنې عملیات پای ته ورسول

ایراني ژغورونکي

ایراني ژغورونکو د پلټنې او ژغورنې هغه عملیات پای ته رسولي چې د تهران شمال ته په غرونو کې یې د ښویېدلو واورو یا برفکوچونو او طوفانونو له امله د تري تم شویو کسانو پسې پیل کړي وو.

د ایران دولتي ټلوېزیون پرون یکشنبه خبر ورکړ چې په څلورو مختلفو برفکوچونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او د نړیوالې سرې میاشتې د ادارې له‌خوا هم ۱۴ کسان چې تري تیم شوي و، ژغورل شوي دي.

د ژغورنې دغو عملیاتو چې ۱۰ ټیمونه په‌کې ښکېل و، درې ورځې وخت ونیو.