بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونو دوام وکړ

بلاروس کې اعتراض کوونکي

په بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د اعتراضونو په دوام پرون معترضانو هوا ته سرې او سپینې پوقاڼۍ خوشې کړې.

دغه پوقاڼۍ په پلازمېنه مېنسک او یو شمېر نورو ښارونو کې د متعرضانو د نسبتاً کوچنیو ډلو له‌خوا هوا ته خوشې شوې دي.

په مېنسک کې د څو تنو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د اګسټ له نهمې له کله چې الکساندر لوکاشینکا د جمهوري ریاست د یوې بلې دورې ګټونکی اعلان شوی، په دې هېواد کې مظاهرې پیل شوي چې تر اوسه دوام لري.

ویل کېږي چې تر اوسه له ۳۰ زرو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.