سپیدار: د سولې مذاکراتو دوهم پړاو هم په قطر کې ترسره کېږي

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې انځور. 12.9.2020

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو دوهم پړاو به هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا د سولې په بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو پرېکړه ده.

هغه زیاتوي: "اوس ټول پردې سلا شوي چې د دوهم پړاو خبرې دې هم د جنوري په پنځمه بیا په دوحه کې پیل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت پوره چمتووالی لري چې د جنوري په پنځمه خپل مذاکرات په دوحه کې له طالبانو سره پیل کړي."

ښاغلی خوځون زیاته کړه، چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ دوحې ته ولاړ شي.

له بلې خوا د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې رییس وحید عمر پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني د دولت د مرکچي پلاوي د مشر، د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس او نړیوالو ملاتړ کوونکو د غوښتنې او د سولې په خبرو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره موافقه کړې ده چې دا خبرې په قطر کې وشي.

له دې مخکې د ښاغلي غني په ګډون د حکومت ځینو چارواکو غوښتنه کړې وه چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه دوام وکړي.

ارګ هم له دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی و، چې ولسمشر غني او د ملي مصالحې د شورا رییس عبدالله عبدالله نن په خپله کتنه کې د سولې د خبرو د بل پړاو د ځای او وخت په اړه خبرې وکړې.