د پاکستان په بلوچستان کې د سرحدي ملېشو ۷ سرتېري وژل شوي

ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سرحدي ملېشو اوه سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې دا حمله پرون شنبې په شریګ سیمه کې د سرحدي ملېشو پر یوه پوسته شوې.

پوځ وايي، چې د بریدکوونکو د موندنې لپاره یې په سیمه کې د پلټنې او تصفیې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د دې برید پړه تراوسه کوم چا یا ډلې نه ده منلې.