د مرکزي افریقا جمهوريت کې د تاوتریخوالو سره سره ټاکنې پيل شوي

د مرکزي افریقا جمهوريت يو سرتېری

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د تاوتریخوالي له پېښو سره سره خلک د ولسمشر او د پارلمان د غړو د غوراوي لپاره نن رایې ورکوي.

په دې هېواد کې د تاوتریخوالي په وروستۍ پېښه کې د ملګروملتونو درې سوله ساتي سرتېري ووژل شول.

د ولسمشر فاوستین ارچانګې توادېرا د حکومت وسله والو مخالفینو په روانه میاشت کې وروسته له دې چې د اساسي قانون محکمې په دې انتخاباتو کې د پخواني ولسمشر فرانسس بوزیزي او څو نورو کاندیدانو ګډون رد کړ، خپلو حملو ته زور ورکړ.

دې محکمې همداراز پرون د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د اپوزیسیون وروستۍ غوښتنه هم رده کړه.

توادېرا او ملګري ملتونه تور لګوي، چې د وسله والو فعالیتونو ترشا د پخواني ولسمشر لاس دی او د ډسمبر په ۲۱مه حکومت د مرکزي افریقا جمهوریت ته له روسیې او رواندا څخه د پوځي ځواکونو رسېدل اعلان کړل.