د تخار ولایت چارواکي ادعا کوي، چې په یوه چاودنه کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، دې طالبانو غوښتل د تخار- کندز پر لویه لاره د یو پله د تخریب لپاره بم ځای پرځای کړي خو بم پردوی وچاودېد چې په نتیجه کې یې یو تن مړ او درې نور ژوبل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.