د بغلان چارواکي: په واورو کې لسګونه بند کسان وژغورل شول

آرشیف

د بغلان چارواکي وايي، افغان ځواکونو له ۳۰ زیات مساپر چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په لویه لاره کې په واورو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې د دې عملیاتو په اړه وویل: "يو شمېر مساپر چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د شیخ جلال کوتل په سیم کې د درنې واورې او توپانونو له کبله بند پاتې وو د مرکزې بغلان د پولیسو له خوا وژغول شول."

ښاغلی بشارت وايي، په دې مساپرو ماشومان او ښځې هم وو.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې دا لاره اوس خلاصه ده.