چارواکي: د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د وژنې په تور ٢ کسان نیول شوي

فرشته کوهستانۍ

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې د مدني فعالې فرشتې کوهستاني د وژنې په تور یې دوه کسان نیولي دي.

د دې وزار ویاند طارق آرین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي.

فرشته کوهستاني او ورور یې د پنجشنبې ورځې په ماښام د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د ناوسله والو کسانو په ډزو ووژل شول.

د دې برید مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.