د ملیونونو امریکایانو د بې‌روزګارۍ معاش قطع کېږي

ارشیف، امریکا کې کارګر

د دې لپاره چې د امریکا ولسمشر د کرونا له اقتصادي عواقبو سره د مقابلې لپاره د کانګرس د پرېکړې له توشېح کولو ډډه کوي، سر له نن یکشنبې څخه د ملیونونو امریکایانو د بې‌روزګارۍ معاش قطع کېږي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د کانګرس د پرېکړې نه‌لاسلیکول به ناوړه پایلې ولري.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د کرونا ویروس له کبله له اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره د کانګرس له لوري د ۸۹۲ میلیارد ډالري مرستې پر تصویبېدو سخت انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې هغه به ویتو کړي.

د ولسمشر ټرمپ له لوري د دې پرېکړې د نه‌تصویبېدو په صورت کې څه باندې ۱۱ ملیونه امریکایان د بې‌کارۍ معاش له لاسه ورکوي او دا خطر هم شته چې د فدرالي حکومت د ملیونونو کارکوونکو معاش قطع شي.