د سالنګ لویه لار د موټرو د تګ راتګ په مخ بنده شوې

ارشیف، د سالنګ لویه لاره

د سالنګ لویه لار له تېر ماښام راهیسې د موټرو د تګ راتګ په مخ بنده شوې ده.

د سالنګ د ساتنې او څارنې د ادارې مشر عبدالبشیر افغانزوی ازادي راډیو ته وویل، د درنې واورې او طوفانونو له کبله دوی دا ګام پورته کړی.

افغانزوی وایي، د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ دغه لاره به تر هغو بنده وي چې د واورې ورښت کم او د خوندي تګ راتګ ډاډ رامنځته شي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی او خبرداری یې ورکړی چې ځینو سیمو کې ممکن سملاسي سېلونه هم راووځي.