د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د دوی د سږنیو ټاکنو پرتله د افغانستان ټاکنې (خوندي او ډېرې ښې) ترسره شوي.
ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا معلومات د پوځ یوه ځوان سرتېري چې په افغانستان کې کار کوي ورکړي دي.
ټرمپ دا وضاحت نهدی ورکړی چې د افغانستان ټاکنې د کومو تګلارو او معیارونو له مخې د دوی له ټاکنو ښې وې، خو ویلي یې دي، د دوی ټاکنې د درېیمې نړۍ د هېوادونو ټاکنو ته ورته وې.
نوموړي یو ځل بیا ادعا کړې چې د امریکا د نومبر د درېیمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې (په میلیونونو میلیونونو) هغو رایو کې درغلۍ شوي چې د پوست له لارې کارول شوې دي.
ډونالد ټرمپ او ټاکنیز ټیمیې له دې وړاندې د امریکا په څو ایالتونو کې د ټاکنیزو درغلیو په اړه شکایتونه ثبت کړي دي، خو ګڼ شمېر یې اړوندو محکمو بېرته رد کړي دي.