چارواکي: يو هندی شرکت له افغانستانه ۲۰۰۰ ټنه زيره اخلي

د افغانستان او هند ګډ بیرغونه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، يو هندي شرکت اعلان کړی چې له افغانستانه دوه زره ټنه زيره اخلي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه شرکت له افغانستانه د ٣٠٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د زيرې واردولو هوکړه لاسليک کړې ده.

د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ سوداګريزې اتشې محمد نافع سروري رسنیو ته ویلي، نوموړي دغه هوکړه د جابز انټرنېشنل په نوم "Jabs International" هندي شرکت سره لاسلیک کړې ده.

د دغه هوکړه ليک له مخې به دغه هندي شرکت د کال د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰۰ ټنه سپينه زيره له افغانستان څخه ممبي ښار ته واردوي او بيا به يې د هند د زيرې مختلفو بازارو ته عرضه کوي.د معلوماتو له مخې چې "Jabs International" هندي شرکت له دې مخکې زيره له سوريې او پاکستان واردوله، خو هندي شرکت د افغانستان په سوداګریز نندارتون کې له ګډون وروسته د افغانستان زیرې ته لېواله شو.