د ازبکستان سترې محکمې د ۸ کسانو محاکمه پیل کړه

د ازبکستان د سترې محکمې ودانۍ

د ازبکستان سترې محکمې د اوبو د یوه لوی بند د پروژې د بیارغونې په چارو کې د بې غورۍ له امله د اتو کسانو محاکمه پیل کړه،دوی د بند د خوندیتوب په چارو کې په بې غورۍ تورن شوي.

د ازبکستان په ختیځ کې د سردآبې بند سږ مې ویجاړ شو.

د دې بند د ویجاړېدو له امله د راوتي سیلاب له لاسه شپږ کسان ووژل شول او د سیمې اویا زرو کسانو خپل کورونه پرېښودل.

د سردآبې د اوبو بند په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی و.

د ازادې اروپا راډيو ازبک سرویس راپور ورکړی چې د سترې محکمې جلسه د بندو دروازو ترشا وشوه.

د ازبکستان د قوانینو له مخې یواځې په محرمو دولتي او د جنسي ځورونو په قضیو کې د پټو دروازو تر شا د محاکمې بهیر مخته وړل کېږي.