د غور – هرات لار بېرته د مساپرو پر مخ پرانېستل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د ټولګټو/فواید عامې وزارت وايي، د غور – هرات لار یې بېرته د مساپرو په مخ خلاصه کړه.

پرون داسې راپورونه خپاره شول چې د غور – هرات لویه لار له دوو ورځو د واورو له امله تړلې وه او لسګونه مساپر په کې ایسار پاتې و.

د ټولګټو وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل: "د فواید عامې وزارت له امر سره سم لار د ماسپيښين تر دوو بجو خلاصه شوه او اوس په دې لویه لار باندې موټر تګ راتګ کوي."

یو شمېر مساپرو ازادي راډیو ته ویلي چې له دوو شپو له ښځو او ماشومانو سره د بند بایان په سیمه کې په سړه هوا کې ایسار دي او که مرسته ونه رسیږي له لوږې او یخنۍ به ومري.

د افغانستان د ټولګټو/فواید عامې وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي او لار به د مساپرو پر مخ خلاصه شي.