د ملي مصالحې شورا به د سولې خبرو د راتلونکې اجنډا په اړه بحث وکړي

د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشرتابه شورا به نن شنبه(د مرغومي ۶مه) د سولې د خبرو د راتلونکې اجنډا په اړه بحث وکړي.

افغان چارواکي وايي، د اوربند مسئله به د اجنډا لومړۍ برخه وګرځوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ازادي راډیو ته وویل: "په سپېدار ماڼۍ کې جلسه لرو. په دې غونډه کې به مذاکره کوونکی پلاوی خپل راپور ورکړي او ورسره به تر څنګ په اجنډا باندې بحث وشي. مذاکره کوونکي پلاوي ته به د راتلونکو خبرو په اړه لارښوونې وشي."

د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د خبرو مرکچیانو د جنوري تر پنځمې دمه نیولې او غواړي د راتلونکي دور خبرو په اړه سلامشورې وکړي.

دوی د سېپټمبر له دولسمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په خبرو بوخت و چې په درېیو میاشتو کې یې یوازې د راتلونکو خبرو په کړنلاره موافقه وکړه.