درنې واورې لسګونه مساپر د غور- هرات پر لویه لار درولي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

لسګونه مساپر د غور- هرات پر لویه لاره د درنې واورې د ورېدو او د سخت توپان له کبله بند پاتې دي.

له دې مساپرو څخه حفیظ الله په یوه ټیلیفوني تماس کې ازادي راډیو وویل چې له تېرې شپې راهیسې په سړه هوا کې پاتې دي او مرستې ته اړتیا لري.

نوموړی وايي چې په بند پاتې مساپرو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې چارواکو ته د دې ستونزې د حل لارښوونه شوې: "ټولو ولایتي ریاستونو او د غور د فواید عامې ریاست ته لارښوونه شوې چې د ټولو لویو لارو او د بندپایان د لارې د پاکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي."

ښاغلی حق شناس وايي چې د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.