د مایکل جکسن کور امریکايي میلیاردر ران بورګل پېرلی

د امریکا نوموتی سندرغاړی مایکل جکسن

د امریکا د نوموتي سندرغاړي مایکل جکسن کور امریکايي میلیاردر ران بورګل پېرلی دی.

دا کور سانتا باربارا ته نژدې په لاس اولیواس ښارګوټي کې په ۱۱۰۰ هکتاره ځمکه کې ودان دی.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې بورګل د مایکل جکسن کور په ۲۲ میلیونه ډالره اخیستی دی.

د مایکل جکسن افسانوي کور چې نېورلنډ Neverland بلل کېږي په ۲۰۱۶ کال کې په سل میلیون ډالرو بیه شو او یو کال وروسته یې بیه ۶۷ میلیون ته راټیټه شوه.

مایکل جکسن د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې په پنځوس کلنۍ کې د زړه د درېدو له کبله مړ شو.