هلمند چارواکي: ناوه کې ۳۳ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د هلمند ولایت امنیه قومانداني وايي، په ناوې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۴۶ وسله وال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد نن جمعه (د مرغومي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو ته دا تلفات د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اوښتي.

ښاغلی همدرد وايي: "د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد او سرخدوز سیمو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۳۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. په دې نښتو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی."

ښاغلی همدرد زیاتوي چې په سیمه کې د امنیت د خوندي کولو په مقصد تصفیوي عملیات اوس هم روان دي.