"اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي ځکه افغانان سوله غواړي"

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي، ځکه چې افغانان سوله غواړي.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په دې دواړو برخو کې خپلې هڅې چټکې کړي.

خلیلزاد زیاتوي چې په دې برخه کې دی هم مرستې ته چمتو دی.

د امریکا ځانګړي استازي هدفي وژنې د سولې پر وړاندې یو ګواښ بللی او د دې حملو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني سره په کتنه کې د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر او د دې هېواد د محمدیه علماوو د ټولنې مشر یوسف کالا هم له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.