شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې په دوو هوايي حملو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې چې ویلي چې تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په باغ پهلوان سیمه کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون نهه طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دوهمه هوايي حمله د چاربولک ولسوالۍ په خان اباد سیمه کې شوې چې په نتیجه کې یې لس تنه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.