د بهرنیو چارو وزیر د سولې په برخه کې د اندونیزیا هڅې وستایلې

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له یوه اندونیزیايي پلاوي سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له یوه اندونیزیايي پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت او د سولې د پروسې د ملاتړ په برخه کې د اندونیزیا هڅې وستایلې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي اتمر پرون پنجشنبې(د مرغومي ۴مه) په کابل کې د اندونیزیا له پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا سره چې اوس مهال د دې هېواد د جوماتونو د شورا مشر دی وکتل.

ښاغلي کالا ویلي دي چې اندونیزیا په خپل ټول توان سره د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو هڅه کوي.