پاکستان کې یوې ایالتي محکمې د هغه کس د ازادېدو حکم ورکړی چې ۲۰۰۲ میلادي کال کې د والسټریت ژورنال د خبریال دانیل پېرل د وژنې په جرم په اعدام محکوم شوی و.
دغه محکوم کس احمد عمر سعید شیخ نومېږي او د ازادېدو خبره یې مدافع وکیل کړې ده.
د سند ایالت عالي محکمې د پاکستان د سترې محکمې هغه حکم رد کړی چې ویلې ې و، سعید شیخ دې په توقیف کې وي.
شیخ د همدې میلادي کال په لومړیو کې د پیرل د وژنې په پېښه کې برائت ترلاسه کړ، خو د پیرل کورنۍ د دغه حکم په وړاندې دعوا ثبت کړه.
اوس د شیخ مدافع وکیل غوښتنه کړې چې مؤکل یې باید ژر تر ژره له بنده ازاد شي.
د والسټریټ ژورنال د جنوبي اسیا د څانګې ۳۸ کلن مشر دانیل پېرل ۲۰۰۲ کال کې کراچۍ کې وتښتول شو او وروسته سر ترې پرې شو.
هغه د اسلامپاله افراطي جنګیالیو په اړه په یوه راپور کار کاوه.