صالح: ملابرادر پاکستان کې هغه ټپي طالبان کتلي چې بې ویزې تللي

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، ملا عبدالغني برادر د پاکستان حکومتي روغتون کې هغه ټپي طالبان کتلي چې د ده په خبره بې ویزې هلته تللي دي.

امرالله صالح نن په یوه ټویټ کې دغه راز ویلي، د طالبانو د تحریک مرستیال ښاغلي برادر په پاکستان کې " د روزنې یوه مرکز ته هم ورغلی چې د ترهګرو روزونکي وهڅوي."

د ښاغلي صالح د ادعا له مخې، برادر د پاکستان له حکومته د طالبانو د سخاوتمندانه ملاتړ په خاطر مننه هم کړې ده.

طالبانو تراوسه د ښاغلي صالح د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان ته د دوی د دوحې د پلاوي د سفر پر مهال هغه ویډیو راووته چې په ظاهره ښيي، ملا برادر پاکستان کې د طالبانو یوې غونډې ته وینا کوي او د سولې او له امریکا سره د هوکړې په اړه ورته غږیږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه معلومات نه لري چې دا ویډیو څومره حقیقت لري او په کوم ځای کې او څه وخت ثبت شوې ده؟