امریکا د بلاروس پر پولیسو او یوه جګپوړي امنیتي مسؤل بندیزونه ولګول

د بلاروس پولیس

د امریکا متحده ایالاتو د بلاروس پر پولیسو او په پلازمېنه مېنسک کې پر یوه جګپوړي امنیتي مسؤل بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې په بلاروس کې په درغلۍ د ځواکمن الکساندر لوکاشینکا د بیا انتخابېدو پر ضد خلکو لاریونونه وکړل او سخت وځپل شول.

د امریکا خزانې وزارت پرون وویل چې د بلاروس د کورنیو چارو د وزارت د لومړي مرستیال ګنادي کازا کیفیچ دارایي په امریکا کې کنګل کوي او له ده سره هر راز راکړه ورکړه بنده ده.

کازا کیفیچ په اکټوبر کې په یوه وېډیو پيغام کې ګواښ کړی و، که هر څوک د بلاروس د اګسټ میاشتې د انتخاباتو د اعلان شویو نتیجو پر ضد اعترض وکړي له وژونکو وسلو به د هغوی پر ضد کار واخیستل شي.

په دې انتخاباتو کې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د بلاروس د ولسمشر په توګه اعلان شو.

په لسګونه زره کسانو څو میاشتې مظاهرې وکړې او د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوسکایا یې د دې ټاکنو ګټونکې وبلله.

د امریکا خزانې وزارت په ورته وخت کې د مېنسک پر ځانګړو پولیسو، د مېنسک د داخلي چارو د ادارې پر پولیسو، په مېنسک کې د استخباراتو پر ډلې او همداراز یې د بلاروس د انتخاباتو پر کمېسیون بندیزونه ولګول.