د رومانیا پارلمان نوی لوېدیځ پلوه حکومت تصویب کړ

د رومانیا پارلمان

د رومانیا پارلمان د نوي مرکزي ښي اړخي، لوېدیځ پلوه ائتلاف حکومت تصویب کړ. د دې حکومت مشري فلورین سیټو کوي چې پخوا د مالیې وزیر و او د امریکا په متحده ایالاتو کې یې زده‌کړې کړې دي.

۴۸ کلن فلورین سیتو ژمنه وکړه چې د کرونا وبا بحران به کنټرول کړي او د دې وبا له امله به د رامنځته شويو اقتصادي ستونزو غم وخوري.

د پارلمان تر رایو لږ وروسته د سیتو په مشرۍ کابینې د ولسمشر کلاوس لوهانیس مخې ته د لوړې مراسم ترسره کړل.

د ډسمبر په شپږمه په رومانیا کې پارلماني ټاکنې شوې وې.