ډونالډ ټرمپ د ١۵ کسانو د بخښنې فرمان ورکړ

ډونالډ ټرمپ

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنځلسو کسانو د بخښنې فرمان ورکړ.

په دغو پنځلسو کسانو کې د کانګرس دوه پخواني غړي او دوه هغه کسان شامل دي، چې د امریکا په مخکیني دور ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په تړاو پلټونکو ته په دروغ ویلو تورن پېژندل شوي وو.

د ټرمپ په دې فرمان کې د بلک واټر د پوځي قراردادي کمپنۍ څلور غړي هم شامل دي، چې په ۲۰۰۷ کال کې په بغداد کې د قتل عام په تور محکوم شوي وو.

د راپورونو په اساس هغه وخت په بغداد کې له لسو زیات ملکیان وژل شوي وو.

د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین هم چې اف بي ای ته د روسیې په تړاو په دروغ ویلو اعتراف کړی و بخښل شوی او په دې فرمان کې یې نوم راغلی.