چارواکي: ٣ ميليونه افغان ماشومان له پولیو-ضد واکسین بې برخې دي

آرشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له ګوزڼ یا پولیو-ضد واکسین څخه شا و خوا درې ملیونه ماشومان بې برخې پاتې شوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، نور اله تره کي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه شمېر ماشومان روانه ډسمبر میاشت د ناامنیو له کبله له واکسینه بې برخې شول.

هغه زياتوي: "په پام کې وه په دغه کمپاین کې ۹ اعشاریه ۹ ملیونه ماشومان واکسین شي، خو له بده مرغه شا و خوا ۳ ملیونه ماشومان د ناامنیو له کبله له دغه واکسین نه بې برخې شول."

ښاغلی تره کی وايي، روغتیا وزارت به ډېر ژر په دغو سیمو کې له واکسین نه پاتې ماشومانو ته د پولیو-ضد واکسین بل کمپاین تطبیق کړي.

د پولیو له منځه وړلو د سازمان په حواله د ۲۰۲۰م کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیسو څلورپنځوس مثبتې پېښې ثبت شوي، حال دا چې په ۲۰۱۹م کال کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ و.