د خوست چارواکي: په یعقوبیو کې چاودنې ۴ کسان وژلي

آرشیف

د خوست امنیه قوماندان وايي په یعقوبیو ښارګوټي کې چاودنې د یوه سرتېري تر څنګ څلور ملکیان ووژل.

پاسوال محمد داود امین ازادۍ راډیو ته وویل، چاودنه پرون ناوخته د ملي اردو پر یوه موټر شوې ده.

هغه زياتوي: "په دې چاودنه کې د ملي اردو یو افسر ټپي یو شهید شوی او څلور ملکیان شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي."

یعقوبیو ښارګوټی د خوست د شمال په لس کیلومترۍ کې پروت دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.