د سوریې د اوقافو وزارت او دیني موسسو د افغانستان جګړه ناروا وبلله

آرشیف، کابل کې د چاودنې انځور

د سوریې د اوقافو وزارت او دیني موسسو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، د سوریې دغو بنسټونو په افغانستان کې روانه جګړه غندلې ده.

هغه زیاته کړه: "په هغه پیغام کې چې د سوریې عربي هېواد د اوقافو وزارت له خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی دی، د افغانستان جګړه ناروا بلل شوې ده. دا جنګ یې د اسلام مقدس دین د بدنامولو او د مسلمانانو ترمنځ د کدورت د ډېرولو د پلمې په توګه یاد کړی دی."

تر دې مخکې د فلسطین د دیني عالمانو ټولنې مشر، د بنګله دېش دیني عالمانو او مفتیانو، د مالیزیا د اسلامي یووالي بنسټ او د کویټ ځینو دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.